لیکنه : عزت الله عمران
ارتباط له (To make Common) لاتینې کلیمې څخه اخیستل شوی دی، چې د ټولیز، یا افشاْ کولو معنی ترې افاده کېږي، یعنې یوې ډلې یا زیاتو کسانو ته د معلوماتو لېږد او په اختیار کې ورکولو ته وايي.ارتباط یا اړیکه چې په انګلیسي کې ورته (Communication)
وایي، د لیږدونکي څخه ترلاسه کونکي (اخیستونکي) ته د پیغام لېږدولو او ترلاسه کولو پروسه ده، پدې معنی چې دلته اصلي موخه د پیغام رسول دي، خو په دې شرط چې د دوی ترمنځ د پیغام معنی یو شان وي. دا پیغام لفظي( کلامي) یا غیر لفظي کیدای شي.د ارتباط اهمیت په څه کې دی : ارتباط یا اړیکه د ټولنیز ژوند لومړنۍ اړتیا ده. اړیکه هغه پدیده ده، چې له لارې یې اطلاعات یا معلومات لېږدول کېږي. که پیغام په داسې ډول و لیږدول شي چې د لیږدونکي او ترلاسه کونکي ذهن کې یوه معنی افاده کړي، نو ویلای شو چې دا اړیکه بشپړه او بریالۍ ده. د نړۍ ټول موجودات په طبعي ډول یو له بل سره اړیکه لري. ارتباط د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو په مینځ کې حتی د چوپتیا په حالت کې هم شتون لري.د ارتباط یا اړیکې په ټینګولو کې 5 فکتورونه شتون لري:لیږدونکی پیغاماخیستونکی د اړیکې ټینګولو لاره یا وسیلهمعنید ارتباط یا
ارتباطاتو موخه (هدف) :په ټولنیز ژوند کې د هرډول اړیکې یا اړیکو اصلی هدف د معنی درست او بشپړ ډول لیږد دی. معنی یو داخلي پدیده ده، چې د خلکو په ذهن کې شتون لري. ډېری انفرادي عوامل لکه کلتور، د زده کړو کچه، تجربې، احساساتي حالتونه، تمې او اټکلونه او داسې نور په ذهن کې د ترلاسه شويو معلوماتو په معنی اغیزه کوي.د ارتباط ډولونه :په ټوله کې ارتباطات په لاندې برخو ویشلای شو:لفظي( کلامي) او غیر لفظي ارتباط : انساني ارتباط یا د انسان له انسان سره ارتباط په دوه ډوله دی، چې دلته ب سپیلنی ...
ادامه مطلبما را در سایت سپیلنی دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : spailanyo بازدید : 75 تاريخ : دوشنبه 1 اسفند 1401 ساعت: 18:55