
عزت الله "عمران" د ډکروال سلطان محمود زوی، د ۱۳۶۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۵ نیټه د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی .
لومړنۍ زده کړې يې په ۱۳۷۴ لمریز کال د سید شیرازي ولي په ښونځې کې پیل کړي. منځنۍ او ورستې زده کړي یې په ۱۳۸۶ لمریز کال د سيداباد په عالي لیسه کې بشپړې او له نوموړۍ ښونځې یې په اعلی درجه د فراغت بریلیک تر لاسته کړ.
عمران په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د لوړو زده کړو په موخه د کانګور په آزموینه کې ګدون وکړ ، خو د پایلو د خپریدو نه وروسته د خپلې خوښې پوهنځې ته بریالي نشو.
عمران د همدې کال په نیمایې کې د شپې پوهنتون د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړ او د خپلې خوښئ پوهنځې ( دکابل پوهنتون د ژورنالیزم) ته بریالي شو .
او په ۱۳۹۲ لمریز کال په نیمايې کې یې د کابل پوهنتون دژورنالیزم پوهنځي – د رادیو تلویزون څانګې نه د لیسانس بري لیک لاسته راوړو.
دندي :
_____
o د ASRساختمانِي ځانګړي شرکت د مرستیال په توګه .
o په کابل پوهنتون د شرعیات پوهنځي د کتابتون د لوي مدیر په توګه .
o دکرنې وزرات دعامه اړیکو په ریاست کې د تولید دلوي مدیر په حیث په توګه دندي اجري کړې دي .
او ...........................
عزت الله عمران
دقلم او آدب خاوندانو سره ديره مینه لری او د قدر په سترګه ور ته ګوري . نوموړي کله ناکله د خپل زړه دردونه د تورو په امیل او د قلم د زړه په وینو خلکو ته وړاندې کړي دي لنډې لیکنی او بیتونه هم لیکي .
عمران د ژوند ، وخت ، بیلتون او یار نه سره ټکولي دي وایي :
ژوند :
____
لکه ګونګ طوطی په زړه کې راز پنهان یم
کنه ؛ غم د ټول جهــــــان را باندې ډیر دی
.......
نامرده؛ ژوند دی له چا نه ګیله څه به وکړو
یو خوا نیمګړې دنیا ګې ده بل د یار غمونه
وخت :
____
وخته ؛ نامرده په ماسم دوکړل
اول ملنګ ومه د کلي اوس دښار لیونی
........
وخت به راځی او د پوښتنې څوک به هم پیدا شي
نه به ستا پاتې پادشاهۍ وی ، نه د مینې ګـــــدا
بیلتون :
____
لکه ماشوم له مور نه لیرې په بیلتون کې د مور
ما هم نن ستا یوه تصــــــویر ته له زړګي و ژړل
........
له تانه لیرې اوس دلوی جهان ملنګ یمه ؛ جان
د مـــرګ لیکلی خپل اجل ته څو شیبې تیروم
یار :
___
ما ورته دا تور ویښتان سپین کړي وو
خو ؛ یار لکه ماشوم وو د یو چا په خندا تیر وتو
........
ستا له غمه ټوله شپه دزړه له درده زه شوګیر کړم
چې سهار درسره مخ شوم راته ویل دې بې وفايې
عمران د سیاست سره ډیره مینه لری ، خو د په هیواد کې د سیاست او سیاست والو نه تل سرټکوي دي وایي : په افغانستان کې سیاسون ملي فکر نه لری او دوي مقطعي او سوداګریز سیاست کوی او دغه شان سیاستونه د هیواد د ستونزو د حل او راتلونکې لپاره ګټور نشی واقعي کیدلي .
د اړیکو لارې :
_________
ایمیل : Ezatullahimran@yahoo.com
موبایل : ۰۷۸۸۱۲۸۸۲۵
برچسب:
نویسنده: شیدا زارعیپور